اسلام آباد۔27دسمبر (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف له افغان حکومت څخه غوښتنه کړې چې له خپلې خاورې څخه د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د فعاليتونو مخه ون??سي، يو خوا اړيکو زياتولو له خوښې څرګندول او بل خوا ټي ټي پي ته ښكاره اجازه وركول او له افغانستان څخه په پاکستان د بریدونو كېدل ٬ د منلو وړ عمل نه دے٬ مونږ به د پاكستان د سالمتيا د غوښتنو مكمل دفاع كوو۔ د جمعې په ورځ د وفاقي كابينې غونډې ته خطاب كښې وزيراعظم وو??يل افغانستان زمونږ ګاونډي او ورور هېواد دے كوم سره چې زمونږ په زرګونو كلوميټره اوږده پوله شريكه ده٬ دغه هېواد سره مونږ اړيكې ښه كول ٬ معاشي مرسته ٬ تجارت ته وده وركول او همكاري پراخه كول غواړؤ خو له بده مرغه نن هم ټي ټي پي له هغه ځایه څخه كارروائي كوي او په پاكستان کښې زمونږ بې ګناه خلق شهيدان كوي ٬ دا پالېسي عملي كېدې نه شي۔ ده وو??ېل افغانستان ته مو څو څو وارې د ښو اړيكو بحالولو پېغام وركړے خو د ټي ټي پي مخه به په بشپړه توګه نيول وي٬ هغوي ته دې په هېڅ صورت د پاكستان د بې ګناه كسانو د شهيدولو اجازه ورنكړې شي٬ دا مونږ لپاره رېډ لائن دے۔ كه ټي ټي پي همدغسې افغان خاورې څخه كارروائي كوي نو دا مونږ لپاره په هېڅ صورت د قبلولو نه ده٬ ده وو??يل مونږ به د پاكستان د سلامتيا د غوښتنو مكمل دفاع كوو۔ ده په افغان حكومت زور راوړو چې هغه په دې بابله كوټلې تګلاره وضعه كړ??۔ مونږ خبرو اترو له چمتؤ يؤ خو كه له يو خوا د ښو اړيكو پېغام وركړؤ شي او بل خوا ټي ټي پي ته ښكاره آزادي وي نو دا خبره د منلو وړ نه ده۔ په دې موقع وزيراعظم پخوانۍ وزير اعظمې بېنظير بھټو ته په 17م تلين د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وو??يل هغه يوه زړه وره او د اسلامي نړۍ اولنۍ مېرمن وزيراعظمه ??ه٬ هغې په سياست كښې په مفاهمت باور لرلو٬ هغې نواز شريف سره ميثاق جمهوريت لاس ليك كړے ؤ كوم چې ټولو ګوندونو ستائېلے دے٬ ده وو??ېل هېواد او جمهوريت لپاره د هغې خذمات به تر ډېرې مودې ياد ساتلې شي۔ ده د شهيدې محترمه بېنظير بهټو لوړو درجو له دعا او صدر مملكت آصف علي زرداري ٬ د هغه زوي بلاول بهټو او د هغه خوېندو له د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم وفاقي کابینه پاړا چنار ته د اېن ډي اېم اے د لارې په چورلكه دارګانو رسولو په اړه خبر كړ??۔ ده وو??يل يو ټن داروګان پاړا چنار ته لېږلے شوي او دغې ځاے څخه ټپيان او رنځوران د چورلكې د لارې لا درملنو له اسلام آباد ته رارسولې شوي۔ وزیراعظم د ترهګرو په ضد د پاك پوځ او قانون نافذ كوؤنكو ادارو قربانيو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وو??يل څو ورځې وړاندې په يوه پېښه كښې د اېف سي 16 ځوانان شهيدان شول۔ دغسې په قطبي وزيرستان كښې يوه كارروايۍ كښې يو شمېر خوارج ووژل شول۔ په دغه كارروايۍ كښې يو مېجر او ځوان هم شهيد شو۔ وزیراعظم كابينه د آذربائیجان صدر سره د خپل ټېلېفوني تماس نه خبرولو كښې وو??يل هغه سره مې د الوتكې پېښه كښې د 38 كسانو په مړينه خواخوږي ښكاره كړې۔ وزیراعظم وو??يل د آذربائیجان صدر د پاکستان اولس سره زياته مينه لري٬ په را??لو??كو څو مياشتو كښې به آذربائیجان سره زمونږ اړيكې لا پياوړې شي۔ وزیراعظم وو??يل په پاكستان كښې د آئي سي سي ایونټس كېدونكے دے كوم چې د كركټ مينه والو لپاره يو زېرے دے٬ دې لپاره چمتوالے نيولے شوے۔ دې مېچونو سره به د پاكستاني زلمو صلاحيتونه رامخې ته شي۔ وزیراعظم کابینه د اے ډی آر په اړه مثبت پېشرفت څخه خبر كړ?? او د نائب وزیراعظم ، خزانې وزير او د سټېټ بنك ګورنر كردار يۍ وستائېلو۔ وزیراعظم وو??يل قامي خزانې ته به د دوئي د هڅو په نتيجه كښې 70 اربه روپۍ ترلاسه شي او په را??لو??كو درېو كلونو كښې به نزدې 140 اربه روپۍ خزانې ته راشي۔ وزیراعظم وو??يل بنكونو په 22 نيم فيصده پالېسي رېټ زياته ګټه كړې او په ټي بلز يۍ انوېسټ كړ?? ٬ په داسې صورت هېواد كښې صنعتونه جوړېدے نه شي
متعلقہ مضامین
-
Gold Blitz Extreme Entertainment Ka Rasmi Link - Aap Ka Safe Rasta
-
Virtual Football Cup Entertainment Ka Rasmi Dakhla
-
Two killed in encounter with Rangers, 11 arrested
-
Indian troops aim guns at journalists in Srinagar
-
Man gunned down
-
Appointing new governor is federal govts right: Ayaz Sadiq
-
Rain, flash floods cause grave problems in Balochistan
-
Fairy Fortune Entertainment سرکاری داخلہ
-
امریکی بلیک جیک آفیشل گیم پلیٹ فارم آن لائن کھیلیں اور جیتیں
-
شبھ ڈریگن اور ٹائیگر آفیشل ڈاؤن لوڈ کی مکمل گائیڈ
-
الیکٹرانک پی پی آفیشل گیم آفیشل ویب سائٹ کی مکمل تفصیل
-
مہجونگ روڈ سرکاری تفریحی مقام کی خوبصورتی اور اہمیت